شهباز شريف په ناقانونه توګه د پېسو د لېږد د قضیې په تړاو ونیول شو
![شهباز شريف په ناقانونه توګه د پېسو د لېږد د قضیې په تړاو ونیول شو](https://gdb.rferl.org/72EA187C-C966-4050-85DC-D393CBFDF957_cx26_cy1_cw67_w800_h450.jpg)
د پاکستان د اپوزیسیون او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف په ناقانونه توګه د پېسو د لېږد د قضیې په تړاو ونیول شو.
نوموړی وروسته له هغه د سېپټېمبر په اته ویشتمه نن دوشنبه د پاکستان د احتساب ادارې نېب له خوا د لاهور سترې محکمې مخ ته ونیول شو چې محکمې یې د ضمانت غوښتنه رد کړه.
نېب ادارې پر هغه د عایداتو په برخه کې د ستونزو په سبب او هم د پیسو د ناقانونه لېږد تورونه لګولي دي.
د نيول کېدو پر مهال د مسلم ليګ نواز ګڼ شمېر غړي موجود و او هغوی د تحريک انصاف حکومت او نېب پر ضد شعارونه ورکول.
شهباز شریف نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغه ونیول شو چې ورور یې، د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف له لندنه په یوه ویډيويي پیغام کې د پاکستان په پوځ تُند ګوزارونه وکړل.
هغه د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت تورن کړ چې بې واکه دی.