ارګ: د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی به خوندي وساتل شي
افغانستان د ولسمشر ویاند وايي حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی به د نورو لاسته راوړنو په څېر خوندي وساتل شي.
صدیق صدیقي د اطلاعاتو د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې دا خبرې کړي.
هغه زیاته کړه: "موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی، حساب کتاب او ځواب وینه به زموږ د خلکو د اساسي حقونو په توګه پر خپل ځای وي او حکومت د تېرو نولسو کلونو د ارزښتونو ساتنې ته متعهد دی."
د سېپټېمبر اته ویشتمه د ملګرو ملتونو له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ یاده شوې.
هدف یې دا ښودل شوی چې حکومتونه او مسوولین د اطلاعاتو شریکولو ته وهڅول شي.