ارزګان کې ۲۱ طالب وسلهوال وژل شوي
د ارزګان امنیه قوماندان وايي په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو لهخوا ۲۱ طالب وسلهوال وژل شوي.
شفیقالله سحر ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پرون د دهراوود په لنډیانۍ سیمه کې د افغان پوځیانو پر پوستو ډلهییز برید کړی و چې د ده په خبره افغان پوځیانو یې سخت ځواب ورکړ.
هغه زیاته کړه: "زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هوايي ځواک د ملاتړ له لارې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۷ کسانیې ټپیان دي. طالبان بېرته په شا شوي دي. اوس امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملاتړ ځواک په لوړ مورال اماده دي چې د خپل ولس او وطن دفاع وکړي."
قوماندان سحر وايي، د یاد برید پر مهال افغان ځواکونو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
وسلهوالو طالبانو څه نهدي ویلي.