د بیلاروس د کړکېچ اواري لپاره د فرانسې هڅې
د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه، چې اروپا به په بیلاروس کې د روان کړکېچ د اواري لپاره په منځګړیتوب کې همکاري وکړي.
ایمانویل مکرون دا خبره په لیتوانیا کې د بیلاروس د اپوزیسیون له مشرې سویتلانا څیخانوفسکایا سره تر کتنې وروسته وکړه.
د بیلاروس د اپوزیسیون مشرې وویل، د فرانسې ولسمشر په بیلاروس کې د روان کړکېچ د حل لپاره له خپلې وسې سره د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.
بلخوا د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا چې د خپل فرانسوي سیال تر څنګ و، په ویلنیوس کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل، د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې، چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شوی، عادلانه نه وې.
هغه زیاتوي: "الکساندر لوکاشینکو ټاکنې نه دي ګټلي، دا ټاکنې غیرعادلانه وې او لاسوهنې په کې شوي، تر هغو چې په دغه هېواد کې تازه ټاکنې شوې نه وي، موږ لوکاشینکا د مشروع مشر په توګه نه شو منلی."
که څه هم لوکاشینکا ځان د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی بولي، خو اپوزیسیون چې له هغې راهیسې اعتراضونه کوي، وايي په ټاکنو کې درغلي شوې او ګټونکې څیخانوفسکایا ده.