د نګورنو قرهباغ لانجمني سیمې پر جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده
د ارمنستان او اذرباییجان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قرهباغ لانجمني سیمې پر سر وسله واله شخړه نن درېیمې ورځې ته وغځېده.
په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د دې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه شوې، دواړه لوري یو او بل جګړې ته په لمن وهلو تورنوي.
په دې جګړه کې له دواړو لوریو د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اذرباییجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان پوځ پر داش کیسان سیمه د توپونو ډزې کړي، خو ارمنستان دا تورونه ناسم بللي دي.
بلخوا د ارمنستان دفاع وزارت وايي، وسله واله جګړه په تېزۍ سره روانه ده.
په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ناوخته پر دې جګړې د بحث لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.