ارزګان چارواکي: ګیزاب او خاص ارزګان کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي
په ارزګان ولایت کې د ملي اردو یو ویاند وايي، په هوايي بریدونو کې د دولت ۱۸ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن اقا محمد صافي ازادۍ راډیو ته وویل: "ځینو وسلهوالو غوښتل تېره شپه په ګیزاب او خاص ارزګان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چې هوايي ځواک په نښه کړل"
هغه زیاته کړه: "دښمن ته ۲۳ نفره تلفات واوښتل، چې له دې جملې ۱۷ نفره یې په ساحه کې مړه پراته وو او ۵ نفره شدید ټپیان لري."
ویل شوي، وسلهوالو خپل یو مړی له ځانونو سره وړی دی.
ښاغلی صافی وايي په ځوابي عملیاتو کې د وسلهوالو ځینې مرکزونه او پوځي تجهیزات هم ویجاړ کړای شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.