ولسمشر غني د افغانستان د خونو فدراسیون پرانیست
جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د خونو فدراسیون رسماً پرانیست.
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ښاغلي غني په دې پرانیست غونډه کې وویل، چې افغانستان د خونو فدارسیون په پرانیستلو سره د اقتصاد یوه واحده ژبه او ادرس پیدا کړ.
د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي رئیس محمد اسماعیل غضنفر وویل، خصوصي سکټور له پاشلتیا تېر شوی او اوس د خونو فدراسیون په جوړېدو سره یې د افغانستان د هوساینې لپاره تر یوه چتر لاندې استوار ګامونه واخیستل.
د خونو فدارسیون کې د کرنې او مالدارۍ تولیداتو، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو، د دوکاندارنو او کسبګرو، د پانګونې او سوداګرۍ، د کانونو او صنایعو او په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې غړیتوب لري.
د اقتصادي فعالیتونو انسجام، د کار ایجاد او د بې وزلۍ راکمول، د متشبثینو او سوداګرو ښځو پیاوړتیا، د پانګونې جلبول، پر ځان د اتکا تمرکز، د مسلکي او فني زده کړو برابرول، د سوداګریزو شخړو حلول، د باور د فضا پیاوړي کول، د کورنیو تولیداتو وده او د خصوصي سکټور، دولت او نړیوالو شریکانو ترمنځ د متقابلې همکارۍ هڅې د دغه فدراسیون د جوړولو موخه یاده شوې.