Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2020

د افغانستان او پاکستان د کمې شوې سوداګرۍ وجه څه ده؟

0
د افغانستان او پاکستان د کمې شوې سوداګرۍ وجه څه ده؟

افغان چارواکي‌وايي‌ پاکستان سره بې ثباتو اړيکو مجبوره کړي چې د مرکزي اسيا او ایران سره سوداګري زیاته کړي. د دوی په وېنا له دې امله د اسلام اباد او کابل تجارتي راکړه ورکړه کمه شوې ده.  

د افغانستان د تجارت وزارت وياند، جاويد دبیر وايي‌ د پايداره ښو اړيکو د نشتوالي له امله افغان حکومت کوښښ کړی چې پر پاکستان د خپل ضرورت تکيه کمه او نورو هېوادونو ته مخ کړي. هغه د سپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ هرکال پاکستان ته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو برامدات کوو. دا شمېره لا نوره هم مخ پر زیاتېدو ده. خو له پاکستانه د سامانونو راوړل ډېر کم شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې مو له پاکستانه د دوه اربو ډالرو مال راوړ خو تېر کال دا تجارت د يو ارب ډالرو وو. يو خو په پاکستان کې زموږ تجارانو ته ځيني ستونزې وي او بله دا چې موږ د نورو هېوادونو سره خپلې تجارتي لارې پراخه کړې دي. د پاکستان تجارت زموږ د سوداګرو په ګټه نه وو نو ځکه یې کم کړی دی.)) 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل اقتصادي پلان د تشريح په وخت په بيا بيا ويلي چې د خپل موقعيت په کارولو سره غواړي مرکزي اسيا سره اړيکې زیاتې او نړۍ سره ځان ونښلوي. د افغان حکومت تر مخه د دې لپاره د ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د رېل ګاډي پټلۍ کار تر نيمايي‌رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکي دا هر څه ويني. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د سپتمبر په ۲۵مه يو شخصي ټيليويژن هم نيوز سره په خبرو کې وويل چې خپل مشران یې پوهه کړي چې که د تجارت په وړاندې خنډونه ختم شي نو له افغان او مرکزي اسيا له مارکيټه ورته د کال دوه اربه ډالر راتللی شي چې اوسمهال ورته د هغه په وېنا د پاکستان خراب اقتصاد سخت ضرورت لري.

ورته خبرې د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سپتمبر په ۲۹مه په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ ته په وېنا کې وکړي. هغه زیاته کړه. ((زه د پاکستان لپاره ډېرې موقعې وينم کله چې یې غربي خواته ګورم. یعنې افغانستان ته چې ګورم او کله چې مرکزي اسيا ته ګورم نو وينم چې د پاکستان لپاره د اقتصادي ګټې ډېرې موقعې دي. د پاکستان لپاره د تجارت ډيرې زیاتې موقعې دي. که موږ غواړو اقتصادي وده وکړو نو سوله ډېره ضروري ده.))

‌شاه محمود قریشي دا خبرې هغه وخت وکړي چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله یې په څنګ کې ناست وو. هغه پاکستان سره د سولې او اقتصادي اړيکو د زياتولو لپاره په درې ورځني سفر اسلام اباد تللی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ شريکې خونې يا چيمبر اف کامرس مشر خان جان الکوزي هيله ښودلې چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي ستونزې حل کړي. د هغه په وېنا دوی غواړي دواړه هېوادونه یا مال وړونکو ډرايورانو ته يا اوږدمهاله وېزې ورکړي او يا هم د داخلېدو په وخت یې ورته ولګوي چې سفارتونو ته یې تګ ته ضرورت پېښ نه شي. نوموړي د سپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په وچه کې د ایسار افغانستان تجارانو لپاره د کراچۍ بندر تر ټولو نيزدي او ګټوره لاره ده چې بايد د خرابو سیاسي اړيکو له اثره په امان وي. ((په تېرو شپږو مياشتو کې د پاکستان سره زموږ تجارت د تېر کال په نسبت نور هم کم شوی دی. تقریبا ديرش فیصده کم شوی دی. پر طورخم د ډېر وخت لپاره ټرکونه ولاړ وي. په باړه کې یې هم وردوي. دا ستونزې شته دي خو زما هيله دا ده چې د پاکستان د نوې پالیسۍ له مخې به دا مشکلات حل شي.))

پاکستان هند ته د تلونکو افغان مالونو لپاره واهګه بارډر پرانیستی دی. همداراز د طورخم، چمن، باديني، غلام خان،‌ انګور اډې او خرلاڅو لارې یې هم د سوداګرۍ لپاره پرانیستي دي. خو سوداګر وايي چې پر دې لارو د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره ځيني بنديزونه دي چې له وجې یې د دوی مالونه ډير ځنډيږي.

 د طورخم پر لار تجارت کوونکي، زاهد شينواري د سيپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې اوسمهال افغانستان ته تلونکي مالونه د کاغذونو د کتو او کسټم يا ګمرک ضرورتونو پوره کولو لپاره خوا او شا دوه مياشتې په پاکستان کې بند پاتې وي. ((د مسايلو حلولو لپاره بايد اول بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې په ۲۰۱۰ کال کې کومه تجارتي معاهده (ټرانزیټ ټرېډ اګريمنټ) شوې، هغه نوې کړل شي. په پالیسيوو کې بايد بدلون وشي. مثلا افغانستان پر پاکستاني مالونو ډير زیات محصول لګولی چې بايد کم شي. د پاکستان له خوا بايد افغان تجارانو ته له خپلو سختو قوانينو برات ورکړي. په دې کې تجارتي قوانين هم دي او بهرنۍ پالیسۍ سره تړلې هم. لکه وېزې ورکول بايد اسانه شي.))

مشال راډيو ته د افغانستان او پاکستان د شريک چيمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې څخه رسېدلي معلومات ښيي‌چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو ډير تجارت په ۲۰۱۷ کې شوی وو چې له دوه اربه ډالرو څخه اوښت. دغه کچې ته د سوداګرۍ بيا رسولو لپاره د دواړو هېوادونو په پارليمانونو کې کمېټې جوړې شوې چې وخت په وخت د تجارانو سره د ملاقاتونو له لارې د دوی ستونزې حکومت ته د حل لپاره رسوي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о работе хаба молодежного предпринимательства





Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Полина Гагарина

«Подали в суд»: Гагарина назвала себя жертвой конфликта из-за песни Цоя




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин. Главное за день



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России