د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی
د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه دا برید وکړ چې په نتیجه کې یې په خپله طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې.
هغه زیاته کړه: "تر ۱۵ ډېر طالب وسلهوال د امنیتي او دفاعي ځواکونو لهخوا ووژل شول، خو له بده مرغه د کوهستان امنیه قوماندان عبدالظاهر ضیایي هم له دوو نورو سیمهییزو پولیسو سره په سیمه کې ووژل شو."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
دواړه لوري تل په دې ډول جګړو کې یو بل ته د مرګژوبلې ادعا کوي.