عراق کې دېره امریکایي ځواکونو ته نږدې توغندي لګېدلي
دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی دی چې په وروستیو میاشتو کې د توغندیو بریدونه پرې زیات شوي او کهیې د عراق حکومت غم ونهخوري سفارت به بند کړي.
یوې ایران پلوه مشکوکې وسلهوالې ډلې لږترلږه شپږ توغندي د اربیل هوایي ډګر په لور ویشتلي دي چې هلته نږدې امریکایي ځواکونه دېره دي.
د عراق د کردستان د ترورېزم ضد څانګې د چهارشنبې په ورځ تور پورې کړ چې دا توغندي د عراق الحشد الشعبي ډلې ویشتلي دي.
دا وسلهوال د عراق د حکومت دي چې ایران پلوه ډلې یې ملاتړ کوي.
د کردستان د ترورېزم ضد څانګه وایي، الحشد الشعبي په نینوا ولایت کې د شېخ امیر د کلي له لوري شپږ توغندي د اربیل د هوایي ډګر په خوا ویشتلي دي.
د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال وېن ماروټو پر ټویټر لیکلي دي، لومړني راپورونه دا دي چې دا توغندي په اربیل کې پر ائتلافي ځواکونو نهدي لګېدلي، د سر او مال زیانیې هم نهدی اړولی او موضوع تر څېړنې لاندې ده.
پر کومه سیمه چې دا توغندي لګېدلي دي هغه د کردستان د ډیموکراتیک ګوند مرکزي دفتر ته نږدې ده. دا یوه وسلهواله ډله ده چې د ایران ضد ده او له کلونو راهیسې یې مرکز د عراق په کردستان کې جوړ کړی دی.
د عراق د کردستان ډیموکراتیک ګوند په ټویټر لیکلي دي چې یو توغندی د دوی مرکزي دفتر ته څېرمه لګېدلی دی او دا جوته نهده چې هدف امریکایي ځواکونه وو که د دوی ګوند.
ایران تر دې مخکې د کردستان پر ډیموکراتیک ګوند بریدونه کړي، د دوی مشرانیې د عراق په کردستان او اورپا کې وژلي دي.
د توغندویي برید په داسې وخت کې شوی دی چې د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی دی چې په پلازمېنه بغداد کې به خپل سفارت بند کړي، که چېرته د عراق حکومت هغه ایران پلوه ملېشې ملامته نهکړي چې د بغداد پر زرغونې سیمې د توغندیو ډزې کوي.
په وروستیو میاشتو کې د پلازمېنې په زرغونې سیمه کې چې د امریکا سفارت دی او هلته امریکایي پوځیان هم دېره دي، د توغندیو په لسګونو بریدونه شوي دي.
