نامعلومو وسله والو خيبرپښتونخوا کې د ناټو څلور پوځي موټر سوځولي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې هغو ټېلرو ته اور اچول شوی چې له افغانستانه یې د ناټو پوځي ګاډي لېږدول. چارواکو ویلي، د خیبر په باړه کې شوې دغې پېښه کې څلور پوځي موټر سوځېدلي دي. عیني شاهدانو او پولیسو ویلي، نن هلته نا معلومو وسله والو لومړی دغه ټېلر و درول، ډزې یې پرې وکړې او اور یې واچوه. هلته ژغورونکو ډلو ویلي چې اور یې مړ کړی او د عاملینو د نیولو عملیات یې پيل کړي دي.