جرمني د بیا یووالي ۳۰مه کلیزه ونمانځله
جرمني نن د دې هېواد د بیا یووالي ۳۰مه کلیزه د کرونا وبا د خورېدو له کبله په مختصرو مراسمو سره ونمانځله.
تمه وه د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر د برلین جنوب ته په پوتسدام «Potsdam» ښار کې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
مېرمن مېرکل د روانې اوونۍ په سر کې پارلمان ته ویلي وو چې جرمني په دې ۳۰ کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.
هغې ویلي چې هېواد یې توانېدلی د ژوندانه وضعیت په برخه کې د ختیځ او لوېدیځ المان ترمنځ لوی توپیر تر ډېره راکم کړي.
مېرمن مېرکل په دې اړه خواشیني وښوده چې دا مراسم د دې په وینا تر هغه څه په ټیټه کچه نمانځل کېږي چې وړ یې دي.
د وروستیو ټول پوښتنو پر اساس ډېری جرمنان په دې باور دي چې د بیا یووالي بهیر په دې هېواد کې لا هم نهدی بشپړ شوی.