په قرغزستان کې پارلماني ټاکنې پیل شوي
په قرغزستان کې نن پارلماني ټاکنې ترسره کېږي او خلک رایو اچونې ته راوتلي دي.
دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې پر روسیې تور پورې شوی چې د منځني اسیا خپل دې نږدې متحد هېواد کې یې د نفوذ لپاره رایې اخیستې دي.
د رایو مرکزونه په ځایي وخت سهار اته بجې پیل او د ماښام تر ۸ بجو به پرانیستي وي.
دغه هېواد کې درې نیم میلیونه رایه ورکونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د شپاړس سیاسي ډلو کاندیدان د ۱۲۰ څوکیو د ګټلو لپاره د سیالۍ ډګر ته راوتلي دي.