مصر کې دوه نیم زره کاله پخوا خښ شوي تابوتونه را ایستل شوي
![مصر کې دوه نیم زره کاله پخوا خښ شوي تابوتونه را ایستل شوي](https://gdb.rferl.org/F8E43463-B15D-4E7F-9C98-B0875E70ACCF_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
مصر ۵۹ لرغوني تابوتونه څرګند کړل چې د قاهرې د سویل په یوه لوی قبر کې موندل شوي دي.
د مصر لرغونپوهانو پرون (شنبه) دا تابوتونه، چې د کاهنانو یا مذهبي پېشوایانو مومیايي شوي جسدونه په کې وو، وښودل، او ویې ویل چې هغوی دوه نیم زره کاله پخوا په دې ځای کې خښ شوي وو.
د مصر د سیاحت او عتیقه اثارو وزیر خالد عناني، د دغو اثارو کشف د ډېرو نورو لرغونو اثارو د موندل کېدو پیل وباله.