د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو باطلېدو لپاره بشکېک کې لاریون وشو
![د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو باطلېدو لپاره بشکېک کې لاریون وشو](https://gdb.rferl.org/0E4D81AA-2F14-420E-8B8D-FF143A853153_w800_h450.jpg)
ګڼو سیاسي ګوندونو د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو د پایلو د باطلېدو لپاره په پلازمېنه بشکېک کې لاریون وکړ.
په پرونیو ټاکنو کې هغو ګوندونو زیاتې څوکۍ ګټلي چې د قرغزستان له روسپلوه ولسمشر سورونبای جین بیکوف سره نږدې اړیکې لري.
د مخالفو ګوندونو سوسیال ډیموکرات، وطني اتحاد، متحد واوسئ او اصلاحاتو تر ۱،۰۰۰ زیاتو فعالانو او ملاتړو نن دوشنبه د بشکېک په مرکزي میدان کې لاریون وکړ.
دوی ادعا لري چې په پرونیو ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې شوې دي.
تر دې مخکې د اپوزېسیون دوو نورو ګوندونو پلار وطن او جمهوریت ویلي وو چې دوی او ملاتړي بهیې نن ناوخته ډلهییز اعتراضونه وکړي.
دغه ټاکنې د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو لپاره شوي چې لومړنۍ نتیجې ښيي څلورو ګوندونو د پارلمان ۷ فیصده سیټونه ګټلي دي.