کاپیسا کې ماین چاودنې یوه ښځه او دوه سړي ووژل
کاپیسا کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یوې ماین چاودنې یوه ښځه او دوه سړي ووژل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د تګاب ولسوالۍ خساچینې سیمه کې د دې کسانو پر موټر وشوه.
تګاب د کاپیسا له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې طالبان پهکې فعاله حضور لري.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی.