پر ښځینه فعالانو د بریدونو پر وروستۍ ډېرېدنې د امریکا سفارت اندېښنه
![پر ښځینه فعالانو د بریدونو پر وروستۍ ډېرېدنې د امریکا سفارت اندېښنه](https://gdb.rferl.org/08994DF0-819B-4358-BA59-510B7B33AA2C_w800_h450.jpg)
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر پر ښځینه فعالانو د بریدونو پر وروستۍ ډېرېدنې اندېښنه ښودلې.
راس وېلسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا موضوعیې د بشري حقونو کمېسیون له مشرې شهرزاد اکبر سره د ملاقات پر مهال څېړلې ده.
د امریکا سفارت څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې ترهګرې ډلې د دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو په وړاندې د حملو پلانولو ته دوام ورکوي.
تازه د تېرې یکشنبې په ورځ د میدان ښار پر ښاروالې ظریفې غفاري د کابل ارغندې سیمه کې وسلهوال برید وشو چې روغه ترې ووتله. نوموړې له دې وړاندې یوه بل برید کې سطحي ټپي شوې وه.
نږدې دوه میاشتې مخکې د ښځو پر یوې بلې فعالې فوزیې کوفي هم وسلهوال برید شوی و چې پهکې ټپي شوه.