زابل چارواکي: شهر صفا کې یوه نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي
په زابل کې چارواکي وایي، چې یوه نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي.
د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په حواله وایي، چې پېښه نن د شهر صفا ولسوالۍ د مانده په امنیتي پوسته کې رامنځته شوې.
د دوی د معلوماتو له مخې نفوذي کس د یادې پوستې پنځه ملي پوليس او يو محلي پوليس پر ډزو وژلي دي او خپله له وسلو او مهماتو سره یو ځای له سیمې تښتېدلی.
تراوسه د پېښې مسئولیت چا نه دی اخیستی.