د اپوزشن ګوندونو راغونډل به څه نتيجې ورکړي؟
![د اپوزشن ګوندونو راغونډل به څه نتيجې ورکړي؟](https://gdb.rferl.org/3826AD00-FC1C-4A33-A697-4A0B0AC63AB4_w800_h450.jpg)
د مشال تر رڼا لاندي بحث کې د پاکستان موجوده سياسي حالاتو موضوع څيړلې ده.
اپوزشن ګوندونو د پاکستان ډيموکريټک مومنټ په نامه د حکومت ضد اتحاد جوړ کړی دی.
د سېپټمبر پر ۲۰مه د اپوزشن ګڼ ګونديزې غونډه کې له پريکړې سره سم اپوزشن د احتجاجي جلسو اعلانونه هم کړي دي.د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجرانواله کې د اپوزشن جماعتونو لومړي جلسه کېږي.
په عين حال کې د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف په ګډون له ۴۰ زياتو غړو د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.
خو حکومت وايي، د غدارۍ په مقدمه کې کښلې نه ده.دا چې اپوزشن ګوندونو احتجاجي تحريک به له نورو وختونو مختلف وي او که څنګه او يا دا به څه نتيجې ورکړي، دا موضوع په دې پروګرام کې څيړو.د پروګرام کوربه ګل اياز دی.