اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره باغ سیمه کې پر اوربند موافقه وکړه
اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره باغ سیمه کې پر اوربند موافقه وکړه.
دا اعلان وروسته تر دې وشو چې په مسکو کې د روسیې، ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو دولس ساعته خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له غوښتنې سره سم د هغې موافقتنامې په اساس چې د ولسمشر پوتین، د اذربایجان د ولسمشر علییف او د ارمنستان د صدراعظم پاشینیان سلا پرې شوې ده، ټولو لوریو دا ومنله چې دا ګامونه به اخلي."
د لاوروف په خبره دا اوربند به د زندانیانو او هم د هغو کسانو مړو ته د انتقال لاره هواره کړي چې په تېرو دوو اونیو کې په نګورنو قره باغ سیمه کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې د نګورنو قره باغ په دې وروستیو جګړو کې سلګونه سرتېري او یو نامعلوم شمېر ملکیان وژل شوي دي.
سمدستي د ارمنستان او یا آذربایجان له لوري د کوم پلان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د باکو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او یوازې په کې د اوربند جزییات ځانګړي شوي دي، نور وضاحت یې نه دی ورکړی.