ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاین بېرته پیلوي
![ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاین بېرته پیلوي](https://gdb.rferl.org/95f31284-5d7d-43bd-8e57-2bc879c07a49_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین د بېرته پیلېدو اعلان وکړ.
تمه ده د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یوه غونډه د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ او بله یې د اکتوبر پر دولسمه په فلوریدا ایالت کې ترسره شي.
د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه چې د ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس آزموینه مثبته اعلان شوه، نوموړي خپلې ټاکنیزې غونډې نه دې کړي.
ولسمشر ټرمپ درې ورځي په روغتون کې تېرې کړې.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو ته تر څلورو اونیو لږ وخت پاتې دی.