د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر نیولی
![د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر نیولی](https://gdb.rferl.org/6c6c5266-5bf8-4990-9c3f-77f2e8837445_w800_h450.jpg)
د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر المازبیک اتمبایف نیولی دی.
د قرغزستان د دولتي امنیت کمیټې نن د اتمبایف د نیولو خبر ورکړ.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د دې هیواد د پارلمان غړيو د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د بحث لپاره راټول شوي دي.
لا هم د قرغزستان د پارلماني انتخاباتو په تړاو لانجې په دې هېواد کې دوام لري.
د ولسمشر سورون بای جین بیکوف لخوا د بېړني حالت تر اعلان وروسته، د قرغزستان پلازمېنه بشکېک د لانجو د ډېرېدو شاهده ده.
ادعا کېږي چې د اکتوبر د څلورمې نېټې په انتخاباتو کې بې نظمې وې او رایې پلورل شوي دي.