کابل کې د زونونو په کچه د کرکټ سیالۍ پیل شوې
د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د کرکټ سیالۍ نن شنبې په کابل کې پیل شوې.
دغه سیالۍ د اکټوبر ۱۰مه پیل شوي چې د روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې یادې لوبې د ۵ زونونو ترمنځ ترسره کېږي.
بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست آمو هغه لوبډلې دي چې په دغو لوبو کې به ولوبېږي.
ښاغلی هوتک وايي، د یادو لوبو هدف د کرکټ وده او د غوره څېرو موندل دي.