ارګ: د افغانستان ملي مالي صندق لغوه شو
![ارګ: د افغانستان ملي مالي صندق لغوه شو](https://gdb.rferl.org/C38E11AE-F6D5-4BEC-8814-414ACCBF60EC_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي مالي صندق کارکوونکي اعتراض کوي چې دغه صندق شاوخوا شپږمیاشتې مخکې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په وړاندیز او د ولسمشر په حکم جوړشو خو اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي، یاد صندق لغوه شوی دی.
دوی د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ملي او نړیوالو مرستو د لګښت د څار لپاره یې طرحې او پلانونه جوړ او د لوړې کچې په لسګونو لیک لوستي یې استخدام کړل، خو پرته له دې چې تنخواګانې واخلي، د منفکۍ غږ یې راپورته شو.
خو د چارو اداره وايي، د مالي مالي صندق د جوړولو لپاره د ولسمشر محمداشرف غني حکم مشروط و.
د دغې ادارې مسئولینو ازادي راډیو ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه صندق د رامنځته کېدو او د فعالیتونو د حقوقي اړخ د څېړلو لپاره یو حقوقي بورډ وټاکه او بورډ له حقوقي څېړنو وروسته نظر ورکړ چې د دغه صندق جوړول غیرقانوني دي او باید له منځه لاړشي.