'ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي'
!['ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي'](https://gdb.rferl.org/C07E645E-1501-47F0-BC9B-EFAD0A62B395_w800_h450.jpg)
د پکتيا سرپرست امنیه قوماندان وايي، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
لطفالله کامران ازادي راډیو ته وویل، لومړی وسلهوالو طالبانو برايي د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې له هوايي او ځوابي بریدونو سره مخامخ شول.
ښاغلی کامران وايي: "د پټان ولسوالۍ د مقبل درې پر امنیتي پوستو یې ډلهییزې حملې وکړې، د ملي امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون او دفاع سره مخامخ شول چې په نتیجه کې ۱۳ نفره ووژل شول او دوه نفرهیې شدید ټپیان وو."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
د جمعې د ورځې په شپه هم وسلهوالو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي و چې ځوابي برید کې یې ۱۵ تنه وژل شوي وو.