Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې به د افغانستان سولې پر روانو خبرو څه اغېز وکړي؟

0
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې به د افغانستان سولې پر روانو خبرو څه اغېز وکړي؟

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده، دې وخت کې یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دا انتخابات به په دوحه کې د افغانستان د سولې پر خبرو څه اغېز وکړي؟

جمهوري‌پال ډونالد ټرمپ او ډیموکرات جوبایډن د نومبر درېیمې انتخاباتو کې سره سیالي کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تازه په نوې ډېلي کې ازادي راډیو سره یوې مرکه کې د افغانستان پر سولې د دغو ټاکنو د اغېز په اړه وویل: "د امریکا انتخابات پر ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېز لري، خو د افغانستان د سیاست په اړه د دواړو لورو، ډونالد ټرمپ او جوبایډن دریځونه سره نږدې دي، له دې سره سره به هم له ټاکنو وروسته وضعیت بل ډول وي، که اوسنۍ اداره واک کې پاته شي یا نوې اداره وټاکل شي، وضعیت به نوی او تازه وي، بې له شکه چې یو تفاوت به ولیدل شي."

په امریکا کې د پوهنتون استاده او سیاسي کتونکې نیلوفر سخي یوه بدلون ته داسې اشاره وکړه: "د امریکا په کانګرس کې دننه ډېر باور دا دی چې د امریکا جګړې ته پای ورکول او د ځواکونو را ایستل د ډونالد ټرمپ یوه ټاکنیزه ژمنه ده او د سولې بهیر دې ژمنې ته د رسېدو یوه برنامه یا پروژه ده، دا هغه ژمنه ده چې ټرمپ خپلو پلویانو ته کړې، دلته په ځینو دولتي ادارو کې د سولې په اړه مثبت نظر نه‌لیدل کېږي، په ځانګړې توګه ډیموکراتان ډېر د دغه بهیر مخالف دي او د سولې بهیر او پایلو ته‌یې مثبت نظر نه‌لري."

د بریتانیا په یوه پوهنتون کې استاد او څېړونکی عارف سحر بیا په دې باور دی چې د امریکا له ولسمشریزې ټاکنو وروسته به د افغانستان سولې پروسه د امریکا په بهرني سیاست کې د اوس هومره ارزښت ونه‌لري.

ښاغلی سحر وايي: "د افغانستان سولې مسئله د امریکا د بهرني سیاست له اړخه له نظره لوېږي، دا بهیر به متزلزل شي او په اصل کې به په یوه واړه او لنډمهاله کار بدل شي."

مایکل کوګلمن د واشنګټن په وېلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال دی.

د ده په باور، ټرمپ او بایډن د افغانستان په اړه یو ډول نظر لري.

کوګلمن وایي، دواړه دغه کاندیدان "د افغانستان د سولې له بهیره او له دغه هېواده د ځواکونو د وتلو" ملاتړ کوي.

په امریکا کې سیاسي څېړونکی هاشم وحدت‌یار هم له کوګلمن سره هم‌نظره دی.

هغه وایي، جوبایډن تر اوسه د افغانستان په اړه ښکاره دریځ نه‌دی خپل کړی، خو په خبره‌یې دې برخه کې به د بایډن او ټرمپ دریځونه توپير ونه‌لري.

ښاغلی وحدت‌یار وايي: "ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي دواړه ګوندونه په دې باور دي چې یو شمېر سرتېري یې باید افغانستان کې پاته شي، دا د دې لپاره چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د سیمه‌ییز رقابت لپاره یو مرکز وساتي، د بېلګې په ډول له چین، روسیې او ایران سره د سیالۍ په خاطر."

خو د دې نظر برعکس د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اکټوبر په ۷مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې امریکایي ځواکونه باید د ډسمبر تر ۲۵مې له افغانستانه ووځي.

د ټرمپ سیال بایډن بیا ویلي، که ټاکنو کې بریالی شي، له افغانستانه ټول ځواکونه نه‌باسي او دغه هېواد کې شاوخوا دوه زره سرتېري له داعش او نورو ترهګرو سره د مبارزې په هدف پرېږدي.

له طالبانو سره د امریکا د لاسلیک شوې هوکړې یوه ماده دا ده چې امریکایي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په نیمایي کې په دې شرط وځي چې له ترهګرۍ سره د طالبانو مبارزه په واقعیت بدله شي.

درې کاله مخکې بیا د ټرمپ موقف بل ډول و.

هغه د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې دغه هېواد کې به‌یې د ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی وي.

خو وروسته بیا څو ځله ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو په بې‌شرطه وتلو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دغه هېواد کې یې کلنی حضور ۵۰ میلیارده ډالر لګښت لري.

د افغانستان د سولې او شخړې مطالعاتو د انسټټیوټ مشر تمیم عاصي بیا وایي، ډیموکراتان په ځانګړې توګه بایډن د ځواکونو پر وتلو ملاحظې لري او غواړي چې د ځواکونو وتل‌یې مسؤلانه وي.

ښاغلی عاصي وایي، دوی دواړه د خپلې جګړې پای غواړي او ورته مهمه نه‌ده چې د ځواکونو له وتلو وروسته‌یې افغانستان کې څه پېښېږي.

امریکا له طالبانو سره خپله جګړه د یوې هوکړې له مخې پای ته رسولې، خو افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړې لا هماغسې تودې دي.

د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سپټمبر په ۱۲مه دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیل شوې، خو تر اوسه کومې ښکاره هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

په دې حساس پړاو کې د ټولو سترګې اوربند ته دي، خو تر اوسه دواړو لورو ورته شین څراغ نه‌دی ښودلی او د امریکایي ځواکونو د وتلو په درشل کې لا هم معلومه نه‌ده چې جګړه به پای ته رسېږي او که به لا تاوجنه کېږي.





Губернаторы России
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган о «Выжить в Дубае»: «Понимал, приеду — буду жрать тараканов, а у меня диета. Опять стану жирным!»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Людмила Самсонова

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Virtual Luck: Exploring Vavada Casino



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России