پښتانه مې د سندرو ولسي رنګ خوښوي: سني خان ترک
![پښتانه مې د سندرو ولسي رنګ خوښوي: سني خان ترک](https://gdb.rferl.org/307D628F-3B6C-433B-BA7E-4F97FCAECD82_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی او له تېرو شاوخوا درو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا سيمه کې اوسي. ترک په وروستيو کې يو شمېر سندرې خپرې کړې دي. دی وايي، د استاد محمد دين زاخېل باجه (هارمونيم) يې خوښېږي او هڅه کوي چې هم هغسې غږول يې زده کړي. د ترک دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ به ځای کې اورېدای شئ.