لودین: په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او باید ختمه شي
![لودین: په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او باید ختمه شي](https://gdb.rferl.org/DD8F5CB3-AA6A-459A-8027-7D07EEC6352C_cx29_cy0_cw52_w800_h450.jpg)
په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او باید ختمه شي.
مولوي عطا اله لودین نن وویل، د سولې د مذاکرو په هره اړونده اجنډا کې به دوی د جګړې د قربانیانو دفاع کوي او په افغانستان کې به عادلانه سولې ته زمینه برابره شي.
په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي هیت غړو په انلاین بڼه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو له غړو سره خبرې وکړي.
د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲ مې په قطر کې په خپلو کې په خبرو بوخت دي، خو تر اوسه د اصلي مذاکرو پر کړنلار بحثونه نهايي شوي نه دي.
د دغو مذاکرو له پیل سره هم، وسلوالو طالبانو په افغانستان کې خپل بریدونه کم کړي نه دي.