بارون ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی
![بارون ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی](https://gdb.rferl.org/86562A25-4AB2-4B6F-9CFC-F3C569958A44_w800_h450.jpg)
د امریکا د ولسمشر مېرمن ملانیا ټرمپ وايي، زوی یې بارون ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی، خو د ناروغۍ نښې نهلري.
مېرمن ټرمپ دا خبره پرون په هغه لیکنه کې کړې چې په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په موده کې یې د خپل حال په اړه لیکلې ده.
ولسمشر ټرمپ هم پرون ماښام د انتخاباتي کمپاین په لړ کې په یوه وینا کې وویل چې زوی یې د لنډ وخت لپاره په کرونا ویروس اخته شو، خو ښايي هغه په خپله هم په ځان نهوي پوه شوی.