پاکستان کې په جلا پېښو کې ۷ پوځیان وژل شوي
![پاکستان کې په جلا پېښو کې ۷ پوځیان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/3012CF5C-9FE8-4EAD-99B6-31EFE00C9F42_cx22_cy8_cw51_w800_h450.jpg)
د پاکستان پوځ وايي، پرون په دغه هېواد کې په جلا پېښو کې ۷ پوځیان وژل شوي دي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د یوه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې هغه مهال ووژل شول چې د پوځ د ګزمې په لاره کې د سړک د غاړې بم وچاودېد، اووم پوځي په باجوړ کې په ډزو وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په باجوړ کې یې پر پوځيانو د افغانستان له لوري ډزې وشوې.
په دې پېښه کې یو بل پوځي ټپي شوی دی.
د شمالي وزیرستان په برید کې ۷ پاکستاني پوځیان ژوبل شوي هم دي.