هند کې له ۷ میاشتو وروسته سینماګانې پرانیستل شوې
![هند کې له ۷ میاشتو وروسته سینماګانې پرانیستل شوې](https://gdb.rferl.org/16D76848-88AE-463D-B237-79D8F6AE0BC4_cx7_cy0_cw70_w800_h450.jpg)
له اوو میاشتو وروسته نن د هند په ډېرو برخو کې سینماګانې بېرته پرانیستل شوې.
په هند کې سینماګانې په داسې حال کې پرانیستل شوې چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې له ۷ میلیونو او ۳ لکو واوښتې.
هندي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به د سینماګانو نیمايي څوکۍ تشې پرېږدي.
د مارچ په نیمايي کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو وروسته په هند کې نږدې ۱۰ زره سینماګانې بندې شوې.