رونالډو د قرنطین دورې تیرولو لپاره ایټالیا ته ستون شو
![رونالډو د قرنطین دورې تیرولو لپاره ایټالیا ته ستون شو](https://gdb.rferl.org/a1a27d4a-5383-4d4c-8763-1da1b1b6d2e0_tv_w800_h450.jpg)
د ایټالیا د یونتوس د ټیم پرتګالي ستوری کرسټیانو رونالډو چې په کویډ- ۱۹ اخته شوی، ایټالیا ته ستون شوی څو هلته د قرنطین دوره تېره کړي. تمه کیږي چې ۳۵ کلن رونالډو به د یونتوس ټیم لږ تر لږه دوه لوبې له لاسه ورکړي. دا هم ممکنه ده چې د بارسالونا په وړاندې لوبه کې هم خپل ټیم کې نه وي شامل.