چارواکي: طالبانو د پروان پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي
پروان کې چارواکي وایي چې طالبانو په کوه صافي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
دغه ولایت کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وایي، د تېرې شپې دغه بریدونه په شا تمبول شوي چې د دولت پلوه پاڅون کوونکو یو وسله وال په کې وژل شوی دی.
هاشمي وایي، ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې اوس ورته معلوم نه دی.
طالبانو پروان کې د ادعا شوي دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.