روغتیايي کارکوونکو اسلام اباد کې پرلت وهلی
![روغتیايي کارکوونکو اسلام اباد کې پرلت وهلی](https://gdb.rferl.org/7f33eca2-4851-47dd-a64c-bc9ec2272129_tv_w800_h450.jpg)
په اسلام اباد کې سلګونه ښځینه روغتیايي کارکوونکو د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی. دوی په تنخاګانو کې د اضافې او دایمي نوکریو غوښتنه کوي. پرلت ته د پاکستان له څلورو صوبو روغتیايي کارکوونکې ورغلې دي. د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو د اپرېل پر ۱۵مه هم د روغتیايي کارکوونکو له استازو سره لیدلي او هیله یې ښوولې چې حکومت به یې غوښتنې پوره کړي. د اکتوبر پر شپږمه او ۱۴مه د نورو حکومتي ادارو زرګونه کارکوونکو هم په اسلام اباد کې احتجاج کړی وو. ویډیو وګورئ.