د هرات د نجونو فوټبال ټیم د لومړي ځل لپاره د ښځو غوره لیګ اتلولي وګټله
![د هرات د نجونو فوټبال ټیم د لومړي ځل لپاره د ښځو غوره لیګ اتلولي وګټله](https://gdb.rferl.org/22a180fa-cc88-456b-a43a-9bfc0bcc5b3b_w800_h450.jpg)
د هرات د نجونو فوټبال ټیم د لومړي ځل لپاره د ښځو د غوره لیګ اتلولي وګټله.
د هرات له لوبډلې سره نن د کابل ټیم پایلوبې ته وتلی و چې د لوبې په قانوني وخت کې دواړو یو-یو ګول وهلی و، خو وروسته د پنالټي په ضربو کې هرات بریالی شو.
د ښځینه فوټبالرانو په څلورم پړاو لیګ کې د جوزجان، بلخ ، غور او بامیان ټیمونو هم ګډون درلود.
بل لورته نن ماښام کابل کې د فوټبال غوره لیګ پایلوبه ترسره کیږي.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته د دغې لوبې د اهمیت په اړه وویل: سیمرغ البرز لوبډله ۷ کاله وروسته پایلوبې ته رسېدلې، دا ټیم د تېرو کلونو په وروستیو لوبو کې تل ناکامېده، سږ کال د اتلولۍ لپاره د دغه ټیم چانس ډېر لوړ دی، بل لورته شاهین اسمایي هم چې اتله لوبډله ده نه غواړي چې د دریم ځل لپاره د اتلولۍ چانس له لاسه ورکړي."
د فوټبال دغه نهم پړاو لیګ د تلې میاشتې په دویمه نیټه پيل شوی او اتو لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.