غور کې موټر بم چاودنه شوې
![غور کې موټر بم چاودنه شوې](https://gdb.rferl.org/333c77d6-a4f8-4f13-ba61-08630ca80b81_w800_h450.jpg)
د غور ولایت چارواکي وايي، په مرکز فېروزکوه کې په یوه چاودنه کې تر لسو زیات کسان وژل شوي دي.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش ازادۍ راډیو ته وویل، دا موټربم چاودنه وه، چې امنیې قوماندانۍ ته څېرمه شوې ده.
د غور د ولایتي روغتون یوه مسوول ډاکتر محمد نصرت ازادۍ راډیو ته وویل، د ټپیانو شمېر په زیاتېدو دی.
هغه زیاته کړه: "په روغتون کې ۱۱ شهیدان او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شته، د ډېرو ټپیانو وضعیت خراب دی، د روغتون پرسونل هڅه کوي دوی ته خدمات وړاندې کوي، نور ټپیان هم راوړل کېږي او شمېر یې په زیاتېدو دی."
د کورنیو چارو وزارت بیا د وژل شویو شمېر ۱۲ تنه ښوولی.
که څه هم د غور ولایت مطبوعاتي دفتر دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو د دې چاودنې مسوولیت لا چا نه دی منلی.