افغان چارواکي: له ۲۳ کلنو کم عمره کرکټ لوبډله جوړېږي
د افغانستان کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې به په نږدې راتلونکې کې د ایمرجېنګ (له ۲۳کلنو کم عمره) لوبغاړو لوبډله جوړه شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې د دې لوبډلې له جوړېدو سره سم به د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له لوبډلو سره لوبې ترسره شي.
نوموړي وویل، چې په یاده لوبډله کې به د تېر نړیوال جام د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې پیاوړي او دغه راز هغه لوبغاړي شامل وي چې د داخلي کرکټ په کچه ښه ځليدلې وي.
کرکټ بورډ وايي، دغه کار په راتلونکي کې د یوې ځوانې ملي لوبډلې د رامنځته کولو په موخه ترسره کوي، څو په نړیوالو ډګرونو کې له ځوان استعداد او انرژۍ ګټه واخلي.