د ناګورنو قرباغ جګړه کې د بې پيلوټه الوتکو استعمال
![د ناګورنو قرباغ جګړه کې د بې پيلوټه الوتکو استعمال](https://gdb.rferl.org/f325cdce-dfda-43ad-8721-98b09e091c64_tv_w800_h450.jpg)
د سېپټېمبر په پای کې د اذربایجان او ارمنیا ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سیمه نښتې پیل شوې چې د اوربند پر پرېکړه سربېره روانې دي. په دې جګړه کې اذربایجان بې پیلوټه یا ډرون الوتکې کاروي. په دې کې د ترکیې، اسراییلو او روسیې جوړې الوتکې شاملې دي. په اوسنیو نښتو کې د ډرون الوتکو استعمال د زیاتې مرګ ژوبلې لامل بلل کېږي. د سېپټېمبر له ۲۷مې راهیسې په نښتو کې د دواړو خواوو تر ۶۰۰ زیات سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي. ارمنیا هم د ډرون الوتکو کارولو دعوه کړې. نور په ویډیويي رپورټ کې.