د ازبکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر کابل ته راځي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر سردار اوکتامویچ امورزاکوف سفر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره ګټور ګڼي.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د هېواد له چارواکو سره د همکاریو د پراختیا او کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په هکله خبرې اترې وکړي.
هغه زیاته کړه: "د دوه اړخیزو سیمهییزو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي."
د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ، سیمهییز پیوستون او ګډو زېربنايي پروژو په برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې اترې وکړي.
همداراز، تمه ده چې د همدې سفر په ترڅ کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارتونه له خپلو ازبکستاني پلاويو سره د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په کلني ډول د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.