د اوکراین ولسمشر: نړۍ دې کریمیا نه هېروي
![د اوکراین ولسمشر: نړۍ دې کریمیا نه هېروي](https://gdb.rferl.org/e3add0b2-87e6-420b-93f1-3db0407da365_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر نن ویل، هغه کسان چې روسیې ته یې اجازه ورکړه چې په غیرقانوني ډول کریمیا د خپلې خاورې برخه کړي، باید مسوول وګڼل شي.
ولادیمیر زلینسکي نن د خپل هېواد پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل: "تر هغو چې کریمیا اشغال وي له اوکراینیانو او د کریمیا له تاتارانو سره به په منظم ډول زیاتی کېږي، نړۍ باید کریمیا هېره نه کړي."
کریمیا ټاپوزمه چې د اوکراین خاوره ده په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.