ټرمپ د امریکا د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس نیوکه وکړه
![ټرمپ د امریکا د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس نیوکه وکړه](https://gdb.rferl.org/0C07E839-B264-4B83-BC1F-C17D1664A816_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس انټوني فاوچي نیوکه وکړه او ویې ویل، فاوچي او یو شمېر نور متخصصینو چې کله له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه سلامشوره ورکړې ده، تېروتنې یې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ بیا وویل، امریکایان د فاوچي او د ده په څېر د یو شمېر نورو ساده کسانو له دې خبرو چې په دې کار کې یې تېروتنه کړې ده، ستړې شوې دي.
ښاغلي ټرمپ دا خبرې پرون وروسته تر دې وکړې چې ډاکتر فاوچي وویل، پرته له څه شکه چې ډونالډ ټرمپ تر لویو غونډو وروسته چې لږ کسانو ماسک اغوستی و او له یوه بله یې واټن نه و مراعات کړی په کرونا ویروس اخته شو.