ډونالد ټرمپ او جوبایډن پر یو بل لفظي ټکونه وکړل
![ډونالد ټرمپ او جوبایډن پر یو بل لفظي ټکونه وکړل](https://gdb.rferl.org/c98ad187-43e5-4dac-b707-87f23c70762e_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او پخواني ولسمشر جوبایډن د انتخاباتي مبارزو د غونډو په لړ کې پرون پر یو بل لفظي ټکونه وکړل.
اوباما د ولسمشرۍ انتخاباتو د ډیموکرات کاندید جوبایډن د مستقیم ملاتړ لپاره د فلادلفیا په غونډه کې پر ټرمپ له کرونا سره له مقابلې رانیولې تر اقتصادي کمزورتیا او توکمیز توپیر په شمول په بېلابېلو برخو کې نیوکې وکړې.
ولسمشر ټرمپ هم چې پرون شمالي کارولینا ایالت په ګاستونیا ښار کې په انتخاباتي مبارزه بوخت و، اوباما ته د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د ناسم اټکل په خاطر پېغور ورکړ.
د امریکا د ولسمشر انتخاباتو ته تر دوو اوونیو لږ وخت پاتې دی او د وړاندوینو له مخې، بایډن تر اوباما لږ وړاندې دی.