د ولسي جرګې رئیس او یو شمېر غړي پاکستان ته ځي
![د ولسي جرګې رئیس او یو شمېر غړي پاکستان ته ځي](https://gdb.rferl.org/B869E2AF-7DD3-4EBE-B468-4D7EE4B032DC_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ولسي جرګې رئيس سبا (جمعه) د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې میر رحمان رحماني او د ولسي جرګې ۱۷ غړي به چې د پاکستان د ملي اسامبلۍ د ريیس اسد قیصر په رسمي بلنه دغه هېواد ته شپږ ورځنی سفر کوي، د پاکستان د ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان په ګډون له نورو چارواکو سره هم ویني.
افغان پلاوی به راتلونکې اوونۍ په اسلاماباد کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ په غونډه کې هم ګډون وکړي.