د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره د افغانستان چمتووالی
![د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره د افغانستان چمتووالی](https://gdb.rferl.org/95D42E2A-E262-485A-B9B5-9A2FF63A46C9_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
افغانستان د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.
د افغانستان د باولېنګ فدراسیون وايي، هڅه کوي چې په یادو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې ولري.
د دې فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په همدې هدف د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي څو غوره کسان ترې انتخاب شي.
د دغه سیالیو لومړی پړاو نن پای ته ورسېد چې د ښاغلي فاروقي په وینا ۱۲ نجونې او ۱۲ هلکان ترې غوره شوي دي.
ټاکل شوې چې د اسیا د ۲۱۲۱ کال سیالۍ په هانګ کانګ کې ترسره شي.