د کابل د شت برچي کې ځانمرګی برید شوی
![د کابل د شت برچي کې ځانمرګی برید شوی](https://gdb.rferl.org/baa33726-89f2-4e93-8441-b749b14a3235_w800_h450.jpg)
د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه په یوه کوڅه کې د شوي ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، یو کس ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او غوښتل یې د کوثر دانش په نوم یو ښوونیز مرکز په نښه کړي.
ارین زیاتوي، د کوثر دانش مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی خو برید ګر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.
نوموړی وايي، ممکن د وژل شویو او ټپیان د شمېر په برخه کې بدلون راشي.
بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د ټپیانو شمېر ۳۵ ته ورسېد.
طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې ترسره شوې چاودنه دوې پورې اړه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل لویدیځ دشت برچي سمیه کې ورته چاودنې شوې وې چې وروسته یې بیا مسئولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی.