د پکتیا چارواکي: د ترور د یوې ډلې ۲ غړي وژل شوي
![د پکتیا چارواکي: د ترور د یوې ډلې ۲ غړي وژل شوي](https://gdb.rferl.org/D99C2F57-B72F-4512-AEF0-ED12A358C58F_w800_h450.jpg)
د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان وايي، د ترور د یوې ډلې ۲ غړي ووژل شول او یو یې ژوندی نیول شوی دی.
لطف اله کامران رسنیو ته وویل، چې دغه کسان نن ماسپښين په مرکز ګردېز کې د یوه پولیس تر وژنې وروسته د تېښتې په حال کې وو، چې پولیسو په نښه کړل.
هغه زیاته کړه: "د برخورد په نتیجه کې دوه نفره ووژل شول او یو نفر مو ژوندی ونیوه، له خپلو ټولو اسبابو او وسلو سره، چې یو میله بې غږه تفنګچه هم ورسره وه."
د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان ادعا کوي، چې دغو کسانو په ګڼو بریدونو او جنايي پېښو کې لاس درلود.