د پکتیکا پولیس: ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي
د پکتیکا د پولیسو ویاند وايي، په مرکز ښرنه کې نن د یوه کور مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ ماشومان ووژل شول.
شاه محمد ارین رسنیو ته وویل، په وژل شویو کې یوه نجلۍ او درې هلکان دي.
هغه زیاته کړه: "له بده مرغه پر وړو ماشومانو یې چاودنه کړې او څلور واړه ماشومان یې ځای پر ځای شهیدان کړي دي."
د پکتیکا د پولیسو ویاند وایي وسلوالو طالبانو درې ورځې مخکې دغې کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې له دې کلي کډه وکړي.
چارواکو نه دي ویلي چې د دې خبرداري علت څه و.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.