د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف لوبې پرېښودې
د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره مخه ښه وکړه.
ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي تهیې ماتې ورکړه.
محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپارهیې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.
نوموړي د تېرې ورځې د سیالۍ له ګټلو وروسته خپلې دستکشې پر ځمکه کېښودې او ویې ویل له خپلې مور سره د کړې ژمنې په اساس د رزمي سیالیو سره خدای پا اماني کوي.
حبیب نور محمدوف د روان کال د جولای په میاشت کې د خپل پلار د مړینې پر مهال چې د کرونا ویروس له امله مړ شو له خپلې مور سره د دې سیالیو د پرېښودو ژمنه کړې وه.
نوموړي وویل، له مور سره يې ژمنه کړې وه چې په میدان کې د خپل پلار د نه موجودیت په صورت کې به د سیالیو لپاره لوبغالي ته ښکته نه شي او بل اخره يې دا ژمنه پوره کړه.