د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه
د کابل د فوټسال غوره لیګ سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه.
د پچې اچونې دا مراسم د لوبډلو د استازو په حضور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې ترسره شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسؤل دین محمد صافی وايي، د پچې اچونې په پایله کې شمس مېرازيي، شریفي سپورټ، جوانان میهن، طوفان وزیرآباد، رسنۍ، فیصل شریف، ظاهر اسد، او صداقت په لومړي ګروپ، او دغه شان استقلال، سنايي، دنیا پوهنتون، هما رحمت، ستاره ګان، طاها، امیرخېل او صدیقي دویم ګروپ کې راغلي دي.
په دې سالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې سیالۍ بهيې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شي.
د دې سیالیو ۱۰ لوبډلې به دوهم پړاو ته لاره کوي او د سیالیو اتله لوبډله به د افغانستان د فوټسال غوره لیګ سیالیو ته غوره شي.