103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

ولسمشر غني: له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي

0
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي په غزني کې د القاعده شبکې د مهم مشر وژل کېدو ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي.


دا خبرې نن یکشنبه د ولسمشر په حواله د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي دي.




د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې مرستیال ابومحسن المصري چې د امریکایانو د وژلو لپاره په پلان جوړونې تورن و وژل شوی دی.


د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اف بي ای د معلوماتو له مخې د المصري اصلي نوم حسام عبدالرووف و او په مصر کې زېږېدلی و.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي المصري یې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیات په ترڅ کې وژلی دی. 


د ملي امنیت د ریاست  په اعلامیه کې ددې عملیاتو وخت نه دی په ډاګه شوی خو زیاته کړې یې ده چې   المصري د طالبانو او او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې جوړې کړې وې او د دوی وسله وال یې تمویلول.


د ملي امنیت د ریاست په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د القاعده شبکې دې مشر اوږده کلونه د طالبانو تر چتر لاندې د ډیورنډ کرښې اغاړه او یا هم دننه افغانستان کې پټ ژوند کاوه. 




د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د هند وچې لپاره د القاعده دوهم کس ابومحسن المصري وژلی دی.


تازه د یکشنبې په ورځ د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو په لاس د القاعده شبکې د مهم مشر د وژل کېدو ستاینه کړې ده.


د ولسمشر غني په حواله جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې لیکلي : "د افغان ځواکونو له لوري د القاعده تروریستي شبکې د دغه مهم غړي وژل کېدو دا ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پرخپل ځای دي."


ولسمشر غني زیاته کړې چې: "طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، دولت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي شبکو او ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي."


د غزني سیمه ییز چارواکي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ابومحسن المصري د وژل کېدو په اړه پوره معلومات نه لري خو یواځې تاییدوي د اندړ ولسوالۍ په دریو سیمو کې پوځي عملیات شوي.


د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې افغان هوايي ځواکونو او خاصو قطعاتو عملیات درلودل د اندړ ولسوالۍ د کنثف او ځینو نورو سیمو ( رستم او منار کلي) کې، شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي و. دا خبره چې دا اوس د محسن المصري په نوم د القاعده شبکې مهم غړی چې په افغانستان کې د ډرون الوتکې مسوول و په دې اړه موږ تر اوسه معلومات نه لرو."


د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته ویلي چې دوی په غزني کې د وروستۍ پېښې ( د ابومحسن المصري د وژل کېدو) په اړه پلټنې کوي او د کره والي یا ناسموالي په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.


د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اف بي ای د حسام عبدالرووف یا ابومحسن المصري نوم د هغو خطرناکو ترهګرو تور لېست ته ور اچولی و چې د اف بي ای د ترتیب په اساس یې د نیولو، وژلو یا معلوماتو لپاره سخته اړتیا لیدل کېده.


دی د امریکایي اتباعو د وژنې لپاره د دسیسو او د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو لپاره د سرچینو او امکاناتو د جوړولو په تور محکوم شوی و.


د نیویارک یوې محکمې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د حسام عبدالرووف د نیولو حکم هم ورکړی و.


په اف بي ای کې د ترهګرۍ ضد ځواک ډلې غړي تېرینس میګي د اف بي ای په ویب پاڼه د حسام عبدالرووف یا ابومحسن المصري په تړاو په خپاره شویو معلوماتو کې داسې ویلي: "دی له څه باندې دوو لسیزو راهیسې له القاعده سره و، په رسنیو کې یې د القاعده د اجنډاوو د پراخولو په تړاو فعالیت درلود."




د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خپلې تازه اعلامیه کې د ابو محسن المصري په اړه ویلي،  نوموړی د ۲۰۱۴ میلادي کال راهېسې د القاعده د مرکزي شورا غړیتوب تر لاسه کړ او تر هغې مخکې یې هم  د القاعده له مشرانو لکه عبدالله عزام، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري سره یې نږدې اړیکې درلودي.


د افغانستان د ملي امنیت په وینا هغه تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې د القاعده شبکې د مطبوعاتو او تبلیغاتو مسئول و. 


په غزني او غالباً هغه سیمه کې چې طالبان پرې ولکه لري د القاعده شبکې د دغه مهم مشر وژل ښايي د امریکا د دفاع وزارت د اګست میاشتې د هغې ادعا اثبات وګڼل شي چې ګواکې طالبان له القاعده سره اړیکې لري.


طالبانو هغه وخت د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ادعا بې ځایه بللې وه.


اندړ او د غزني څو نورې ولسوالۍ له ډېرو کلونو د طالبانو په واک کې دي او دولتي حاکمیت پکې په نشت حساب دی.


په غزني کې د القاعده شبکې دا مهم مشر داسې وخت وژل شوی چې امریکا په افغانستان کې د القاعده په وړاندې په تېره نږدې شل کلنه جګړه کې ځان بریالۍ بولي.


هغه زیاتوي: "دا د هغو مسایلو د واقعیت پېژندل دي چې امریکا ترلاسه کړي دي، نن ورځ له دوو سوو کم القاعده په افغانستان کې پاتې دي."


و چې څه وخت مخکې یې ( د سپټمبر ۱۵) د اتلانتیک شورا سره په یوه ویډیويي مرکه کې د القاعده شبکې او نورو اړوندو مسلو په تړاو خبرې کولې.




طالبان چې رژیم یې په ۲۰۰۱ کال کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او نورو ترهګرو د ساتلو په خاطر د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو په بریدونو کې ړنګ شو لا هم له دې ډلې سره په اړیکو تورن دي.


امریکا له طالبانو سره تر نږدې دوو لسیزو جګړو وروسته بلاخره سږ فبروري تړون وکړ او په دې بدل کې چې له افغانستانه به ټول بهرني ځواکونه وځي له طالبانو د څو نورو غوښتنو تر څنګ دا ژمنه واخیسته چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.


که څه هم طالبان ځان د دوحې تړون ته متعهد بولي خو امریکایي چارواکو او د امریکا د لوی متحد ناټو تړون سرمنشي ینس سټولټنبرګ له دې ډلې غوښتي چې له القاعده سره اړیکې پرې کړي او د دوحې په تړون کې په خپلو ژمنو ودرېږي.




Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: МСД улучшил транспортное обслуживание 5 млн человек





Москва

Пластический хирург Александр Вдовин: мифы вокруг операции по удалению комков Биша


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Гранты города помогают НКО в реализации социально значимых проектов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Иоганн Себастьян Бах

«Бах vs Моцарт» от Amadeus Concerts из цикла Битва Клавиров




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве росгвардейцы приняли участие в обеспечении безопасности во время проведения спортивных мероприятий

В Москве росгвардейцы приняли участие в обеспечении безопасности во время проведения спортивных мероприятий

Офицер Росгвардии спас жизнь мужчине в Москве


WTA

Кудерметова вышла во второй круг турнира WTA в Сеуле



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Мошенники звонят родным пропавших без вести и военнопленных от лица РКК



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России